کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې په ژمي کې بدن ګرم ساتي

هغه خوراکي توکي چې په ژمي کې بدن ګرم ساتي

په ژمي کې د ګرم لباس اغوستل یا د بخارۍ ترمخ کېناستل بسنه نه کوي، بلکې د بدن ګرم ساتلو لپاره ځانګړو خوراکي توکو ته هم اړتیا وي. د ژمي په موسم کې که په غذایي رژیم کې ځانګړي خواړه او مشروبات استعمال کړو نو بدن ګرم ساتي.

وچې مېوې: له سړې هوا د خوندي ساتل کېدو لپاره انځر او خرما ګټوره وي، چې بدن له سړو خوندي ساتي، دواړه اوسپنه او کلسیم لري، چې بدن ته انرژي ورکوي او نورې وچې مېوې هم حیرانوونکې ګټې لري.

د وطنیو غوړیو استعمال: که چېرته هره ورځ یوه کاچوغه وطني غوړي استعمال کړو نو پیاوړي سیچوریټډ غوړ لري، چې د فري راډیکلونو مخنیوی کوي او بدن ګرم ساتي.

ښوروا: ښوروا د ژمي غوره خوراک دی چې نه یوازې بدن ګرم ساتي بلکې د ژر هضم سبب هم کېږي او د مولیو، ګازرو او نورو ورته سبزیجاتو استعمال هم ګټور وي.

د شاتو استعمال: شات هم په طبیعي ډول ګرمې اغېزې لري او غوره استعمال یې د ناشتې یا سباناري پرمهال خوړل دي او د موسمي ناروغیو لپاره هم ګټور وي.

ګرمې مصالحې: د ژمي موسم کې ګرمې مصالحې لکه لونګ، تور مرچ، دارچیني او د نورو استعمال ګټور وي، چې بدن ګرم ساتي او له ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …