کورپاڼه / اسعار / ډالرو د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله
ډالر او افغانۍ

ډالرو د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله

امریکایي ډالر، چې له څو ورځو راهیسې مخ په بره روان دي او په نرخ کې یې ډېروالی راځي، نن یې د لوړوالي ټول حدودونه مات کړل او سلیزه یې ووهله

پرون سهار د سرای شهزاده د فیسبوکپاڼه پر اساس یو امریکایي ډالر په ۹۷ افغانیو و، چې بیا د ورځې په جریان کې نور هم پورته شول او ۹۸ افغانیو پورې ورسېدل.

نن سهار یو امریکایي ډالر په ۹۹ افغانیو سره تبادله کېده، خو دا نرخ ثابت پاتې نه شو او اوس دا دی سلیزه یې پوره کړه او یو ډالر په ۱۰۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته ډالر ورځ تر بلې پورته روان دي او اوس یې د خپل وخت تر ټولو لوړ نرخ ته رسېدلي دي.

دا چې ولې افغانۍ ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، تر شا یې ګڼ لاملونه وجود لري، چي یو لامل یې سیاسي تحولات او د امریکا له لورې د افغانستان شتمني ګنګل کېدل دي.

دا هم ولولئ

۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ یې د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله، نن یې هم …