کورپاڼه / بېلا بېل / هغه ماشومان چې له پلرونو سره لوبې کوي، ډېر ځیرک وي

هغه ماشومان چې له پلرونو سره لوبې کوي، ډېر ځیرک وي

یوې څیړنې ښودلې، هغه تي خواره ماشومان چې په لومړیو څلورو میاشتو کې د پلار په غیږ کې لوبې کوي، په مغزو یې د پلار د نږدېکت ژورې اغیزې پرېوځي او په دې عمر کې اړین شیان ډېر ژر زده کوي او د داسې ماشومانو احساسات هم اغیزمن کېږي.

څېړونکو په دې څېړنه کې لومړی والدینو ته لارښوونه وکړه، چې درې میاشتني ماشومانو سره تر درېیو دقیقو لوبې وکړي خو د لوبو شیان پکې استعمال نه شول او د دې پروسې ویډیو وشوه. بیا چې ماشوم د دوه کلونو شو نو والد ته یې وویل شول چې کتاب ورته ولولي یا تصویري کتابونه دې ور وښیي.

موږ پوهېږو چې د ماشوم له زېږون څو اوونۍ وروسته چاپیریال احساس کوي چې دې ته اکتسابي پرمختګ وایي او په دې مهمه مرحله کې د مور ترڅنګ د پلار رول هم ډېر مهم وي.

اوږدمهاله څیړنو ښودلې، هغه ماشومان چې پلرونه یې د دوه یا دریو میاشتو په عمر کې ورسره لوبې کړي، دوه کاله وروسته یې دماغي ازموینه خورا ښه وه. له بلې خوا، د دوه یا درې کلن ماشوم په مخ کې د کتاب لوستل یا کیسه ویل د دوی توجه ښه کوي، تمرکز زیاتوي او ژبنۍ وړتیاوي یې ښه کوي.

له یوې بلې څېړنې موندل شوې، د دوه کلن ماشوم ترمنځ داسې خبرې وکړې چې ډېر لغتونه پکې استعمال شوي وي، په دې سره به د هغوی دماغ تېز شي او غوره طریقه داده چې ترمخ یې کیسې ولوستل شي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …