کورپاڼه / خپلواک / فرهان يوسفزی: اصغر او نايب به اوس هم د افغانستان لپاره لوبېږي
اصغر، فرهان او ګلبدين نايب

فرهان يوسفزی: اصغر او نايب به اوس هم د افغانستان لپاره لوبېږي

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزی بالاخره هم په دې وتوانېده چې د اصغر افغان او ګلبدین نايب ترمنځ پيل شوو ستونزو ته د هوارۍ لاره پېدا کړي، هغه وويل چې دواړه د افغانستان وياړونه دي، د افغانستان لپاره لوبېدلي او بيا به هم لوبېږي. هغه د کرکټ له مينه والو غوښتنه وکړه، چې کرکټ زموږ وياړ دی او منافقينو ته دا وخت مه ورکوئ چې د لوبغاړو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته کړي او کرکټ ته مو زيان ورسوي.

نن سهار د کرکټ بورډ عمومي ريیس فرهان یوسفزی، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او ګلبدين نايب د ملي ټلويزيون په پرده راښکاره شو او هلته يې په وروستيو ستونزو باندې بحثونه وکړل.

اصغر افغان په دغه مهال وويل، چې هېواد ورته د مور حېثيت لري او هېڅ کله به هم له خپلې مور سره خيانت ونکړي. هغه د ګلبدين نايب د خبرو په ځواب کې وويل، چې کله يې هم د کپتانۍ لپاره لوبه نه ده کړې، بلکې تل يې د هېواد ګټې مخې ته ايښي دي او په دې اړه يې له کرکټ بورډ مسوولينو غوښتنه کړې ده، چې ملامت او سلامت دې معلوم کړي.

همدا راز ګلبدين نايب هم په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه د کرکټ بورډ او چيرمېن پرېکړې ته احترام لري. هغه همدا راز د اصغر افغان د لوبډلمشرۍ ستاينه هم وکړه او وې ويل چې اصغر افغان سره يې مخکې هم لوبه کړې ده او هغه د افغانستان ملي لوبډلې يو وياړلی لوبډلمشر پاتې شوی دی.

ګلبدين نايب وويل، چې هغه ته تر هر څه د هېواد ګټې مهمې دي او هر کله چې د هېواد ګټې وې او هغه ته اړتيا پېښه شوه، هغه به حاضر وي او د هېواد د ګټو پر وړاندې هېڅ ته هم نه ګوري.

همدا راز اصغر افغان هم د کرکټ له مينه والو غوښتنه وکړه، چې په هره خبره کې جذباتي کېږئ مه او دې ته لږ فکر کوئ چې يو شمېر خلک د هېواد د کرکټ د تباهۍ لپاره کار کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس په بريالۍ توګه د دغه ترمنځ ستونزو ته د هواري لار پېدا کړې ده، هغه وويل چې دوی ته د افغانستان وياړونه مهم دي او ټولې پرېکړې د تخنيکي کسانو سره تر مشورو وروسته کوي او هڅه يې همدا وي چې د لوبغاړو ترمنځ اتفاق وي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …