کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینه کیف په واده کې د رنبیر کپور په سندرو بندیز لګېدلی

د کترینه کیف په واده کې د رنبیر کپور په سندرو بندیز لګېدلی

د بالیووډ د چاکلیټي هېرو رنبیر کپور له پخوانۍ انډېوالې دپیکا پاډوکون وروسته اوس د هغه بله ملګرې کترینه کیف هم واده کوي.

کترینه کیف، چې ډېر ژر به له ویکي کوشل سره واده وکړي، د بالیووډ صنعت د مشهور اداکار سلمان خان او رنبیر کپور انډېواله پاتې شوې ده.

په داسې حال کې چې د سلمان خان باډي ګارډان د کترینه د واده امنیت هم نیسي، خو رنبیر کپور واده ته د تګ اجازه نلري او هغه سندرې چې د رنبیر کپور فلمونو ته ویل شوي، په واده کې پرې بندیز لګېدلی دی.

هندي رسنۍ وایي چې کترینه کیف، رنبیر کپور ته په واده کې د ګډون کولو بلنه نه ده ورکړې، خو د هغه انډېوال عالیه بټ، چې راتلونکې کال به ورسره واده وکړي، د واده مراسم کې برخه اخلي.

راپور زیاتوي، هغه سندرې چې د رنبیر کپور فلمونو ته ویل شوي یا کترینه او رنبیر کپور ورته اداکاري کړي وي، هغه به په واده کې نه غږول کېږي، خو بې شمېره نورو سندرو ته به دغه جوړه کترینه کیف او ویکي کوشل نڅا وکړي، چې په هغې کې (کالا چشمه)، (تیري اور) سندرې د یادونې وړ دي.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …