کورپاڼه / جالب / یو بې ګناه شخص د څېرې د ورته والي په سبب په درېیو ورځو کې پنځه ځله بندي شوی

یو بې ګناه شخص د څېرې د ورته والي په سبب په درېیو ورځو کې پنځه ځله بندي شوی

د چین یو اوسیدونکي ته د څېرې ورته والی ګران تمام شو، پولیسو مجرم سره په ورته والي په درېیو ورځو کې پنځه ځله ونیوه.

د روان کال په اکتوبر کې یو بندي له بند څخه وتښتېده، خو پولیس غلي پاتې نه شول بلکې په لټون پسې یې ووتل خو په موندلو کې یې پاتې راغلل.

د يو بهرني خبري اژانس د راپور له مخې، پوليسو د ژو شنچيان په نوم د يوه تښتېدلي بندي د موندلو هڅه وکړه، خو کله چې ونه موندل شو، نو د مجرم د ادرس پیدا کولو لپاره يې ١٥٠ زره يوانه جايزه وټاکله، چې وروسته بيا ٧٠٠ زره يوانو ته لوړه شوه.

په چین کې اوسط میاشتنی معاش ۲۰۰۰ یوانه دی، خو دې جایزې هغه شخص ته ستونزې جوړې کړې چې څېره یې له مجرم سره ورته وه.

له مجرم سره ورته شخص د پولیسو له لورې یوه ورځ بلکې په درېیو ورځو کې پنځه ځله نېول شوي او هغه وخت خوشې شو کله چې پولیسو ژو شینچیان ونېوه.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …