کورپاڼه / کرکټ / ټویټر د نیوزیلېنډ لوبغاړی اعجاز پټېل په ډالۍ ونازوه

ټویټر د نیوزیلېنډ لوبغاړی اعجاز پټېل په ډالۍ ونازوه

اعجاز پټېل، چې د هند پر وړاندې دویمه ټیسټ لوبه کې یې په یوه پاڼۍ ټوله هندي لوبډله وسوځوله، د ټولنیزې رسنۍ ټویټر له لورې یې ډالۍ ترلاسه کړه.

اعجاز پټېل د هند د لوبډلې په سوځولو سره درېیم لوبغاړی شو، چې دا کارنامه ترسره کوي. لکه دې وړاندې دا کارنامه جیمي لاکر او انیل کمبلې ترسره کړې وه.

د اعجاز پټېل دې کارنامې که له یوې خوا د نړۍ د کرکټرانو پام ځانته واړوو، نو له بلې خوا هندي لوبغاړي رویچندران اشوین ورته خپل شرټ هم ډالۍ کړ.

اشوین له خپلې ټویټر پاڼۍ ټویټ وکړ او له ټویټر یې غوښتنه وکړه چې اعجاز پټېل ته دې اکونټ ویرفای کړي او زیاته کړې یې ده چې لس ویکټې په دې ارزي چې اکونټ ویرفای یا بلیو مارک شي.

د اشوین له غوښتنې وړاندې د اعجاز پټېل اکونټ نه و ویرفای شوی، خو د نوموړي له شهرت وروسته ټویټر ورته دا ډالۍ ورکړه او اکونټ یې بلیو مارک یا ویرفای شو او اشوین له ټویټر څخه مننه وکړه.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …