کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ چيرمېن مينه والو ته: منافقينو ته وخت مه ورکوئ
فرهان يوسفزی

د کرکټ بورډ چيرمېن مينه والو ته: منافقينو ته وخت مه ورکوئ

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس فرهان يوسفزي له افغانانو او په ځانګړې توګه د کرکټ له مينه والو غوښتنه وکړه، چې هغه منافقينو ته وخت مه ورکوئ چې غواړي د افغانستان کرکټ د بدنامۍ لوري ته بوځي.

نوموړي وروسته له هغه چې کله د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان وټاکه، هغه وويل چې راتلونکي شل اوريز جام او اسيا جام ته يوه غوره لوبډله جوړه کړي او په همدې خاطر يې اصغر افغان راوسته، ځکه چې هغه يې وړتيا لري، تجربه کاره دی او کولای شي چې د افغانستان ملي لوبډله منظمه کړي.

نن سهار چې د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزی، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او ګلبدين نايب په ملي ټلويزيون کې سره يو ځای مرکه کې ناست و او په وروستيو ستونزو سره وغږېدل.

په دغه مرکه کې نه يوازې دا چې فرهان يوسفزي د کرکټ له مينه والو غوښتنه وکړه چې د لوبغاړو ترمنځ چې کوم خلک بې اتفاقي رامنځته کوي، د هغوی په خبرو پسې مه ګرځئ، ځکه چې دغه خلک منافقين دي او غواړي چې د لوبغاړو ترمنځ کرکه خوره کړي.

همدا راز اصغر افغان هم د کرکټ مينه وال ډېر جذباتي وبلل او وې ويل چې په هره خبره کې لږ فکر کوئ، دا مه کوئ چې څوک درته ووايي، سپي درنه غوږ يوړ او تاسې په سپي پسې منډې وهئ خو خپل غوږ ته نه ګورئ.

د وروستۍ مرکې نه داسې ښکاره شوه چې د فرهان يوسفزي د اصغر افغان او ګلبدين نايب ترمنځ ستونزه هواره کړې ده، ځکه چې ګلبدين نايب هم وويل، چې هغه ته هر کله ضرورت شي او د افغانستان ملي ګټې وي، نو هغه حاضر دی.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …