کورپاڼه / هنر او کلتور / د (کیدرنات) فلم درې کاله پوره شول؛ ساره علي خان ته سشانت سینګ ور یاد شو

د (کیدرنات) فلم درې کاله پوره شول؛ ساره علي خان ته سشانت سینګ ور یاد شو

د بالیووډ د مخکښې او مشهورې فلمي کورنۍ سره تړاو لرونکې ځوانې اداکارې ساره علي خان نن په بالیووډ خپل درې کلن مزل پوره کړ.

د یادونې وړ ده چې ساره علي خان د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۷مه د ابیشیک کپور په لارښوونه جوړ شوي فلم (کیدرنات) کې له مرحوم اداکار سشانت سینګ سره په مرکزي رول لوبولو خپل کیریر پیل کړ.

که له یوې خوا ساره علي خان د خپل فلمي کیریر په کلیزه خوشحاله ده، خو له بلې خوا د خپل ملګري مرحوم سشانت سینګ راجپوت په مړینه خپه هم ده.

نوموړې په دې اړه ویلي، چې هغه به تل د سشانت سینګ کمی احساسوي. هغې پخپل انستاګرام اکونټ ځانګړې ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې سشانت یې د فلم ثبت پرمهال ډېره مرسته کړې وه.

د یادونې وړ ده چې سشانت سینګ راجپوت د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۴مه نېټه په خپل کور کې مړ موندل شوی و.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …