کورپاڼه / کرکټ / پاکستاني توپ اچونکي حارث رووف هم په بیګ باش کې له میلبورن سټارز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

پاکستاني توپ اچونکي حارث رووف هم په بیګ باش کې له میلبورن سټارز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

د پاکستان کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکي حارث رووف یو ځل د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

د معلوماتو له مخې، حارث رووف د بیګ باش په لیګ کې له میلبورن سټارز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ. دا دریم پړاو شو چې نوموړی له یادې لوبډلې سره په پرلپسې ډول لوبېږي.

میلبورن سټارز لوبډلې دا خبر مني او وایي چې اته ویشت کلن حارث رووف به د دسمبر په ۲۷مه خپله لومړۍ لوبه د بریسبین هیټ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي او تر وروستیو پورې به له لوبډلې سره وي.

حارث رووف په ۲۰۱۹ کال د میلبورن سټارز لوبډلې ته ګټور ثابت شوی و، هغه وخت یې د میلبورن په لوبغالي کې هیټریک هم کړی او ټولټال یې په ۱۰ لوبو کې ۲۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.

د یادونې وړ ده چې حارث رووف په ۲۰۲۰ کال نړیوال کرکټ ته راغلی او د پاکستان لپاره یې اته یوه ورځنۍ او ۳۲ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …