کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د ګوړې او د چڼو د استعمال حیرانوونکې ګټې

په ژمي کې د ګوړې او د چڼو د استعمال حیرانوونکې ګټې

د ژمي موسم لمن غوړولې خو د یخنۍ یا سړو د مخنیوي لپاره داسې خوراکي توکي هم شته چې د موسمي ناروغیو پر وړاندې ګټور تمامېدلی شي. ګوړه هغه خوراکي توکی دی چې له ګنیو جوړېږي او ګرم اغېز لري خو که چېرته ورېتې کړې چڼې هم ورسره شي ګټې یې زیاتېږي.

ګوړه د پروسس شوې سپینې بورې په پرتله سل برابره ښه خوږه یا شیریني ده، په ګوړه کې کلسیم او فاسفورس شتون لري چې هډوکي پیاوړي کوي، د وینې فشار کنټرولوي، د وینې کمښت له منځه یوسي، ستړیا ورکوي، حافظه او د ځیګر فعالیت ښه کوي او د سر درد کموي. همدا راز وینه هم پاکوي، پوستکی ښکلی کوي او وزن هم کموي.

د کارپوهانو په وینا، په ژمي کې انسان معمولاً له ۳ تر ۴ کیلو ګرامه وزن زیاتوي، خو ورېتې کړې چڼې د وزن د کمولو لپاره خورا ګټورې ويي. چڼې لږه کالوري لري خو په فایبر او پروټین بډایه دي، چې انسان ته ځواک او انرژي ورکوي.

همدا راز چڼې فایبر، ګټور غوړ، انټي اکسیدنټ او مالګې هم لري او له دې سربېره اوسپنه، زنګ، میګنیزیم، بې شمېره ویټامین هم لري. نو که چېرته ګوړه او وریتې کړې چڼې یوځای استعمال شي نو د موسمي ناروغیو مخه نېولی شي.

هغه کسان چې غواړي په ژمي کې وزن کم کړي، هغوی دې هم په غذایي رژیم کې دا ډول شامل کړي. د خوراکي توکو پوهان وایي که چېرته ګوړه او چڼې یوځای استعمال شي نو د خېټې اړوند ډېرئ ستونزې به حل شي او بدن به ګرم وساتل شي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …