کورپاڼه / اسعار / ۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ یې د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله، نن یې هم پورته تګ هماغسې روان دی او د (۱۷ قوس ۱۴۰۰ \ ۸ دسمبر ۲۰۲۱) د سېشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۱۰۴ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۱۶ افغانۍ، پاونډ په ۱۳۳ افغانۍ، د سویس فرانک په ۱۰۸ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۷۱ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۸۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۵ افغانۍ، د ناروې کرون ۱۱ افغانۍ، د سویډن کرون په ۱۱ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۶.۹۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۷.۷۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۳۲۷ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۶.۸۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۵۴ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۸ افغانۍ، د چین ین په ۱۴.۲۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۳۸ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۸۲۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۷۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۶۰ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

ډالر او افغانۍ

ډالرو د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله

امریکایي ډالر، چې له څو ورځو راهیسې مخ په بره روان دي او په نرخ …