کورپاڼه / روغتيا / د مولۍ له دې ګټو به خبر نه یاست

د مولۍ له دې ګټو به خبر نه یاست

مولۍ هم د ژمي له ډالیو څخه دي، دا سبزي د سلاد په ډول استعمالېږي خو په هر ډول ترکاریو کې هم د استفادې وړ ده. دا سبزي یو څه تېز او لږه خوږه خوږې غوندې ده خو زیاتره خلک یې له ګټو نه دي خبر.

د مولۍ په اړه دا هم ویل کېږي چې د مولۍ زړي د بدن سپین داغونه ختموي. د دې به د مولۍ زړي میده کړئ، بیابه سرکه یا د ادرک اوبه ور واچوئ او بیا یې د بدن په هغه برخو ووهئ چې سپین شوي وي.

مولۍ د ینې او پښتورګو د پاکوالي سبب کېږي، زهرجن مواد او باد خارجوي، هغه میرمنې چې د حیض ستونزې لري، هغوی هم ګټور وي. دغه راز د اعصابو د سخت مخنیوی کوي، تولیدي ځواک ډېروي او ګڼ شمېر نورې ستونزې حلوي.

که چېرته مو د غوښې د خوراک په سبب پر پښتورګو او مثانې د بورک اسیدو زور راغلی وي، نو له مولۍ ګټه پورته کړئ، ځکه چې مولۍ په دې برخه کې خورا ګټورې وي.

د مولۍ په جوړښت کې اوه سلنه پروټین، یو سلن غوړ، له څلور تر پنځو سلنو نشایسته او شکر، پنځه سلنه کلسیم، درې سلنه فاسفورس، دوه سلنه سلفر، څلور سلنه اوسپنه او څلور نوي سلنه اوبه لري.

له مولۍ څخه په ډېرو درملو د بېلګې په توګه د سر دردۍ، د ماغزو، نزلې، زکام، مرګيو، خپوسۍ، ويښته تویېدلو، سترګو، غوږ درد، ټوخي، د سينې درد، سابندۍ، د معدې، ينې او زېړي لپاره په جوړو شوو درملو کې کارول کېږي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …