کورپاڼه / خپلواک / اصغر افغان: وطن مور ده او له مور سره هېڅ کله خيانت نه شم کولای
اصغر افغان

اصغر افغان: وطن مور ده او له مور سره هېڅ کله خيانت نه شم کولای

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان تازه په خپلو څرګندونو کې ويلي دي، چې وطن يې مور ده او هېڅ کله به له وطن سره خيانت ونکړي.

هغه نن سهار له ملي ټلويزيون سره په خپله مرکه کې وويل، چې افغانستان ورته دومره لوی نوم، درناوی او عزت ورکړی دی، ځکه مخکې به خلکو د اصغر او مهاجر په نوم ياداوه، خو اوس يې خلک په نړۍ کې د اصغر افغان په نوم پېژني.

هغه وويل چې دا ورته مهمه نه ده چې څوک لوبډلمشر و يا دی، خو هغه تل د هېواد لپاره لوبه کړې ده، ځکه چې همدې وطن دې مقام ته رارسولی دی او دا يې په تصور کې هم نه شي راتللی چې له هېواد سره دې خيانت وکړي.

اصغر افغان چې په دغه مرکه کې ورسره د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزی او پخوانی لوبډلمشر ګلبدين نايب هم ناست و، وويل چې کله مخکې ۴ کاله د ملي لوبډلې لوبډلمشر و، نو تل يې هڅه کوله چې نوي ځوانان مخکې راولي او لوبډله يې داسې جوړه کړې وه، چې ډېره ښه پر مخ روانه وه.

هغه وويل چې دا ځل به يې هم ټوله هڅه دا وي چې تر نړيوال شل اوريز جام او اسيايي جام مخکې يوه داسې لوبډله جوړه کړي، چې هغه په يو اتفاق او منظم شکل سره د نورو لوبډلو پر وړاندې ولوبېږي او وياړونه راوړي.

هغه په نړيوال جام کې د خرابو لوبو په اړه وويل، چې په لوبډله کې هېڅ مشکل نه و، خو د لوبغاړو د خرابو لوبو لامل دا و، چې د هغه وخت کرکټ بورډ مشرتابه ماحول دومره خراب کړی و، چې ټولو لوبغاړو سره يو تشويش و او تر ذهني فشار لاندې و. هغه وويل چې نه پخوا په کرکټ لوبغاړو کې بې اتفاقي وه او نه اوس شته.

د يادولو ده چې اصغر افغان له ۴ کلنۍ لوبډلمشرۍ هغه مهال ليرې شو، کله چې د ۲۰۱۹ نړيوال يو ورځنيو لوبو جام ته دوه مياشتې وخت پاتې و، نوموړی تېره ورځ يو ځل بيا د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …