کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د هغه خوراکي توکو د استعمال لارښوونه کوي چې ګرم اغېز ولري او مجموعي روغتیا ته ګټه ورسوي. په دې لړ کې د کونځلو خوراک هم ګټور وي ځکه چې په جوړښت کې یې طبیعي غوړ د انسان لپاره خورا ګټور وي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د کونځلو کوچنۍ دانې د غوښې هومره غذایي مواد لري او د درملو درجه هم لري. کونځلې د بې شمېره ویټامینونو، منرالونو، طبیعي غوړو، میګنیزیم، کلسیم، اوسپنې، فاسفورس، میګنیز، کاپر، زنک، فایبر، تیامین، ویټامین بي۶، فولیټ او پروټین لري.

کارپوهان وایي چې کونځلې په ژمي کې ګټورې وي او په وړو او لویانو کې د وچ ټوخي، سپور پوستکي، پونډو، شونډو او مخ د ستونزو او همد راز د زکام، فلو، تبې، نزلې څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دوی زیاتوي چې کونځلې د شکر، وینې فشاز، سرطان، د هډوکو کمزورۍ، د پوستکي ستونزو، د زړه ناروغۍ او د خولې ناروغیو ته ګټه لري او بدن له زهرجنو مواد پاکوي او ګرم اغېز یې د موسمي ناروغیو لپاره خورا ګټور وي.

هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي هغه دې د کونځلو تورې دانې وژوي او د وینې کلیسترول ته هم ګټور وي. که د ویښتانو پخه یا سپوروالی لرئ نو د کونځلو په تېلو خپل سر مساج کړئ، نیم ساعت یې پرېږدئ او بیا یې ووینځئ.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …