کورپاڼه / کرکټ / پیټ کمینس ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ

پیټ کمینس ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ

د اسټرالیا د ټیسټ کرکټ لوبډلمشر پیټ کمینس په روانه ایشیز سیالۍ کې پنځه ویکټې ترلاسه کړې، چې په دې سره یې ۵۰ کلن ریکارډ مات کړ.

د کرکټ نړیواله شورا وایي، له دې وړاندې دا ریکارډ بوب ویلیس سره و، هغه په ۱۹۸۲ کال د لوبډلمشر په توګه د ایشیز لوبلړۍ کې پنځه لوبغاړي سوځولي و.

د ایشیز لوبلړۍ نن پیل شوه او د لومړۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د اسټرالیا لوبډلمشر پیټ کمینس د ۳۸ منډو په ورکړه پنځه لوبغاړي وسوځاوه.

پیټ کمینس په ایشیز لوبلړۍ کې د استرالیا له لورې د ۱۹۶۲ کال راوروسته لومړی توپ اچونکی شو، چې یوه پاڼۍ کې پنځه ویکټې اخلي.

د یاړونې وړ ده چې له دې وړاندې په ۱۹۶۲ کال رچي بینوډ په یوه پاڼۍ کې پنځه ویکټې ترلاسه کړې وې.

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د روانې ایشیز لوبلړۍ په اوله لوبه کې انګلستان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۴۷ منډو وسوځېدله.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …