خپلواک وېبپاڼه (۱۵ دسمبر ۲۰۱۹): ولسمشر غني د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړی عاطف مشعل د بورډ له غړيتوب ليرې کړی دی او ويل کېږي چې ژر به د هغه پر ځای يو نوی کس د بورډ غړيتوب ته معرفي شي.
پژواک خبري اژانس په خپل يو خبر کې ويلي دي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ يوې باوري سرچينې دوی ته ويلي دي، چې ولسمشر اشرف غني عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ له غړيتوب څخه ليرې کړی دی.
دغه سرچينې همدا راز زياته کړې ده، چې د بورډ غړيتوب لپاره به د عاطف مشعل پر ځای بل نفر ژر وټاکل شي.
د يادولو ده چې عاطف مشعل پخوا د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ريیس پاتې شوی دی او همدا راز اوس په پاکستان کې د افغانستان لوی سفير دی او د هغې تر څنګ يې د کرکټ بورډ د بورډ غړيتوب هم درلود.
عاطف مشعل باندې دا تورونه هم ډېر لګول شوي دي، چې په کرکټ کې هغه خپل بانډ جوړ کړی دی او په کرکټ بورډ کې تر ټولو ډېر فساد يې کړی دی. په ټولنيزو رسنيو کې هم د کرکټ په وروستيو ناندرو کې د هغه لاس ښودل شوی دی او د ګلبدين نايب په ګډون ډېرو کسانو پر هغه تورونه لګولي دي، چې هغه د کرکټ د تباهۍ لپاره راغلی و او کرکټ يې تباه کړ.