کورپاڼه / روغتيا / هغه کسان چې پښې او لاسونه یې کار پرېږدي، هغوی دې د نارنج جوس وڅښي

هغه کسان چې پښې او لاسونه یې کار پرېږدي، هغوی دې د نارنج جوس وڅښي

نارنج د ژمي د موسم مېوه ده چې په هر ځای کې موندل کېږي او خلک ترې خوند اخلي. دا مېوه په خپل جوړښت کې د غذایي موادو په لرو حیرانوونکې ګټې لري.

هغه کسان چې پښې او لاسونه یې کار پرېږدي، هغوی دې تر یوې میاشتې پورې د نارنج اوبه وڅښي، نو دا ستونزه به یې حل شي او ترڅنګ به یې د دیمنشیا په ګډون له ډېرو ناروغیو خوندي پاتې شي.

څېړونکو د یوې څېړنې له مخې موندلې چې مېوې او سبزیجات دماغي ځواک ډېروي او مجموعي روغتیا ښه کوي. یعنې که چېرته یو څوک هره ورځ د نارنج جوس وڅښي، نو د حافظې اړوند ستونزې به یې ۴۷ سلنه کمې شي.

د حافظې ستونزې، په درک او په پرېکړه کولو کې ستونزې او نور کیفیات او ستونزې د دماغي نازوغۍ لامل کېدلی شي، چې خطرناک شکل خپلولی شي او دیمنشیا ناروغۍ پیدا کوي.

دا وخت په نړۍ کې میلونونه خلک د ډیمنشیا ناروغي لري. دا یوه داسې ناروغي ده چې حافظه له منځه وړي، درملنه یې نشته. خو که چېرته د نارنج او مالټې جوس، مېوې او سبزیجات وکاروو د یادې ناروغۍ خطر کمولی شي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …