کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د بي بي سي د ۲۰۲۱ کال د نړۍ ۱۰۰ اغېزمنو ښځو کې ۵۰ د افغانستان دي
اغېزمنې ښځې

د بي بي سي د ۲۰۲۱ کال د نړۍ ۱۰۰ اغېزمنو ښځو کې ۵۰ د افغانستان دي

د انګلستان مشهورې رسنۍ بي بي سي د ۲۰۲۱ کال د هغه ښځو لیسټ خپور کړی دی، چې د دوی په وینا په ټولنه کې یې څه نا څه اغېزمن کارونه ترسره کړي دي، د خلکو د بدلون، تعلیم او حقونو لپاره یې کار کړی دی.

د دغه ۲۰۲۱ کال د ۱۰۰ اغېزمنو ښځو په لیسټ کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ښځې انتخاب شوي دي، خو نیمايي، یعنې ۵۰ ښځې یې له افغانستان څخه دي، چې په بېلا بېلو برخو کې یې اغېزمن کارونه ترسره کړي دي.

په دې ښځو کې لیما افشد (شاعره)، مقدسه احمدزۍ (مدني فعاله)، رادا اکبر (هنرمنده)، لیما عالم (اداکاره)، ډاکټر علیمه (فلسفه)، وحیده امیري (په لایبریرۍ کې یې کار کاوه او احتجاجونو کې یې هم برخه اخیسته)، زحل اتمر (د ګل مرسل مشره)، کریسټل بیات (مدني فعاله)، راضیه بارکزۍ (د ا.ا پر وړاندې احتجاج کوونکې)، نیلوفر بیات (د باسکټبال لوبغاړې).

اغېزمنې ښځې ۱

فایزه درخانۍ (د چاپېریال پوهه)، پښتنه درانۍ (ښوونکې)، شیله انساندوست (ښوونکې)، سعیده اعتباري (د طلا ډیزاینره)، سحر فطرت (د فیمینزم فعاله)، فاطمه ګیلاني (د سولې فعاله)، غوږه (موسیقاره)، انجیلا غیور (ښوونکې)، نجیله حبیبیار (سوداګره)، لیلا حیدري (په کابل کې د Mother Camp جوړونکې)، زرلښت حلیمزۍ (د کډوالو په برخه کې کارکوونکې)، شمسیه حسني (په سرکونو د نقاشۍ هنرمنده)، نصرین حسیني (وترنره).

اغېزمنې ښځې ۲

مومنه ابراهیمي (پولیسه)، فرښته کریم (د چارمغز موبایل لایبریرۍ موسسه)، امینه کریمیان (ستور پېژندونکې)، عالیه کاضمي (ښوونکې)، هودا خاموش (د ښځو د حقونو فعاله)، مهره (ډاکټره)، مرال (کمپاین کوونکې)، معصومه (څارنواله)، سلیمه مزاري (د ولسوالۍ ولسواله)، مهدسي میرزايي (پیلوټه)، فهیمه میرزايي (نڅاګره)، بصیره پېغام (فعاله)، ریحانه پوپل (څارنواله)، رزمه (موسیقاره)، روحیله (زده کړیاله).

اغېزمنې ښځې ۳

رخصانه (ډاکټره)، حلیمه صدف کریمي (سیاستواله)، رویا سادات (فلم جوړونکې)، شګوفه ساپۍ، سحر (د فوټبال لوبغاړې)، محبوبه سراج (د ښځو د حقوقو مدافع)، انیسا شهید (خبریاله)، فاطمه سلطانۍ (غر ختونکې)، سارا وحیدي (د احتساب اجراییه رییسه)، روشنک وردک (وکیله)، بنفشه یعقوبي (د معلولو د حقونو مدافع) او ځلا ځاځۍ (پولیسه) شاملې دي.

اغېزمنې ښځې ۴

د افغانستان دا ۵۰ ښځې چې د بي بي سي د ۱۰۰ غوره ښځو په لیسټ کې شاملې دي، په خپلو خپلو برخو کې یې داسې کارونه ترسره کړي دي چې خلک او ټولنه کې یې اغېزمن کردار لوبولی دی او له دې وجې د بي بي سي په دغه لیسټ کې یې ځای خپل کړی دی.

دا هم ولولئ

په المان کې د مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی شوی دی

دا د هیڅ انسان لپاره د زغم وړ نه وي، چې د هغوی د مړي …