کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سېډني سېکسرز د هوبارټ لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه

سېډني سېکسرز د هوبارټ لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه

د بیګ باش څلورمه لوبه کې سېډني سېکسرز لوبډلې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.

د بیګ باش لیګ ۴مه لوبه د سېډني سېکسرز او هوبارټ هوریکنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې هوبارټ پچه وګټله او سېډني ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سېډني سېکسرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، د دوی له لوري موسس هینریکس ۷۳ او ټام کرن ۲۷ زیاتې منډې وکړې.

د هوبارټ هوریکنز له لوري توماس ریګرس ۳، ناتن ایلس ۲، جویل پریس، ټیم ډیویډ او سندیپ لیمچاني ۱-۱ ویکټ واخیسته.

هوبارټ هوریکنز د ۱۴۵ منډو هدف په تعقیب د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې او په ۱۴ منډو یې ماتې وخوړه.

د هوبارټ هوریکنز له لوري پیټر هیندسکوب ۴۷، ډي ارسي شرټ ۲۱ زیاتې منډې وکړې. د سېډني سېکسرز لپاره ټام کرن ۳، هیډن کیر ۲، بینجامین منانتي، کریس جوردن او سټیو او کیف ۱-۱ ویکټ واخیسته. موسس هینریکس د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …