کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان په ټیسټ لوبلړۍ کې هم بنګله دېش کلین سویپ کړ

پاکستان په ټیسټ لوبلړۍ کې هم بنګله دېش کلین سویپ کړ

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه پاکستان لوبډلې په یوه پاڼۍ او اتو منډو سره وګټله او لوبلړۍ یې ۲-۰ پر وړاندې په بریا پای ته ورسوله.

دا لوبه د بنګله دېش په کوربتوب په ډاکه کې ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې پاکستانۍ لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې توپ وهنه غوره کړه.

که څه دا لوبه د باران له امله زیانمنه شوه، خو پاکستانۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۰ منډې یې وکړې او پاڼۍ یې ډیکلیر کړه.

د پاکستان له لورې عابد علي ۳۹، عبدالله شفیق ۲۵، بابر اعظم ۷۶، اظهر علي ۵۶، فواد عالم ۵۰ او محمد رضوان ۵۳ منډې وکړې. د بنګله دېش لخوا تاج الاسلام دوه، خالد احمد او عبادت حسین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش د پاکستان د ۳۰۰ منډو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۷ منډې وکړې، چې نجم الحسن ۳۰ او شکیب الحسن ۳۳ زیاتې منډې وکړې. د پاکستان لپاره ساجد خان اته او شاهین افریدي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دې سره بنګله دېش لوبډله له فالو ان سره مخ شوه او توپ وهنې ته راووتله، خو بیت یې هم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې او په ۸ منډو او یوه پاڼۍ یې ماتې وخوړه، چې له ډلې یې شکیب الحسن ۶۳، مشفیق الرحیم ۴۸ او لیتن داس ۴۵ منډې وکړې.

پاکستان لخوا ساجد خان څلور، شاهین افریدي او حسن علي دوه-دوه او بابر اعظم یوه ویکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی ساجد شو، چې ۱۲ ویکټې یې ترلاسه کړې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی عابد علي شو، چې ۲۶۳ منډې یې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ پاکستان د ۳-۰ وګټله او په ټیسټ کې یې هم کلین سویپ کړ.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …