کورپاڼه / روغتيا / د ژمي موسم کې په دې طریقه وزن کم کړئ

د ژمي موسم کې په دې طریقه وزن کم کړئ

په امریکا کې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې موندل شوې، چې ورزش کول یا په سړه هوا کې ګرځېدل ګټور غوړ زیاتوي چې دا د کالورۍ په سوځولو کې مرسته کوي.

د څېړنې پر اساس ویل کېږي، د ژمي موسم سره مبارزه کول په معده کې موجودو بکتریاو کې بدلون راولي او په دې سره د بدن وازګه اوبه کېږي، ګلوکوز او د میتابولیزم پروسه ښه کوي او وزن کموي.

څېړونکې وایي په دې موندنې سره په چاغښت اخته کسان د وزن کمولو لپاره د نوي میتودونو په تشکیل ورکولو کې مرسته ترلاسه کولی شي.

څېړونکې زیاتوي، چاپیریال د معدې په بکتریا اغېزې کوي، د انرژۍ توازن کنټرولوي. دوی دا هم وایي چې د څېړنې پایلې هیله بخښونکي دي او په دې سره د چاغښت د مخنیوي نوې طریقې رامنځته کېږي.

په دې څېړنه کې پر موږکانو په ۶ سانتي کریډه تودوخه کې تر لس ورځو پورې تجربې وشوې او معلومه شوه چې په دې سره د معدې بکتریاو کې بدلون راځي او د وزن زیاتېدو مخه نیسي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …