کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او نیدرلېنډز سیالۍ د جنورۍ په ۲۱مه پیلېږي
نیدرلینډز او افغانستان

د افغانستان او نیدرلېنډز سیالۍ د جنورۍ په ۲۱مه پیلېږي

د راتلونکي نړیوال جام لپاره د ترسره کېدونکو سوپر لیګ سیالیو په لړ کې افغانستان له نیدرلینډز سره ۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي، چې کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی.

د افغانستان په کوربه توب دا سیالۍ د قطر په دوحه کې ترسره کېږي، چې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه به پیل شي او تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د دغه سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۱مه، دویمه لوبه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۳مه او دریمه لوبه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې دا سیالۍ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو برخه دي، چې یاد جام ته به لوبډلې د سوپر لیګ د نومرو په اساس لار پېدا کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د یو خبر په خپرولو سره تایید کړه، چې د جنورۍ په میاشت کې به د نیدرلینډز لوبډلې کوربه توب کوي او دا سیالۍ به په قطر کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …