کورپاڼه / خپلواک / نجیب الله ځدراڼ لوبډلې د نوین الحق لوبډله ماته کړه

نجیب الله ځدراڼ لوبډلې د نوین الحق لوبډله ماته کړه

د لنکا لیګ شپږمه لوبه کې نجیب الله ځدراڼ ۵۴ منډې وکړې او نوین الحق ۳۷ منډې ورکړې او لوبه د نجیب ځدراڼ لوبډلې (ډمبولا جینټس) وګټله.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۶مه لوبه د کولمبو سټارز او ګال ډمبولا جینټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ډمبولا وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.

ډمبولا جینټس لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې پال سالټ ۶۲، نجیب ځدران ۵۴ او داسن شانکا ۳۸ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کولمبو ستارز لخوا دشمانتا چمیرا ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز کامو پال، اکیلا دننجایا او سیکوج پرسانا ۱-۱ ویکټ واخیسته.

کولمبو سټارز لوبډلې د ۱۹۶ منډو هدف په تعقیب ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۷ منډې یې وکړې او په ۱۸ منډو یې لوبه وبایلله.

د کولمبو سټارز له لورې دنیش چندیمال ۲۶، ټام بینټن ۲۳ او دننجایا ډي سلوا ۲۱ منډې وکړې. د ډمبولا جینټس لخوا نوان پردیپ ۳، تریندو رتینکا، عمران طاهر او چمیکا کرونارتني ۲-۲ او رمیش مینډیس ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۱ کال ځانګړتیا؛ له جمعې پیل شوی او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد

د ۲۰۲۱ کال یو ځانګړتیا دا وه چې د یاد کال پیل او پای له …