کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د بیګ باش پنځه لوبه مجیب الرحمن لوبډلې وبایلله

د بیګ باش پنځه لوبه مجیب الرحمن لوبډلې وبایلله

د بیګ باش پنځمه لوبه کې د مجیب الرحمان لوبډلې (بریسبین هیټ) د پرت سکارچرز لوبډلې ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.

د بیګ باش لیګ ۵مه لوبه د بریسبین هیټ او پرت سکارچرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پرت پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

پرت سکارچرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، د دوی له لورې کورټس پټرسن ۵۵، لاری یونس ۳۳ او اشتون ترنر ۲۸ زیاتې منډې وکړې.

د بریسبین هیټ له لوري کمرون ګانون ۲، جیمس بزل، مجیب الرحمن، لیام ګوتري او ژیویر برتلیت ۱-۱ ویکټ واخیسته.

بریسبین هیټ د ۱۵۸ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې او په ۷ منډو یې ماتې وخوړه.

د بریسبین هیټ له لوري سام هزلیټ ۳۴، کریس لین ۲۷ او ژیویر برتلیت ۳۴ زیاتې منډې وکړې. د پرت سکارچرز لپاره میتیو کیلی ۴، اندریو ټای ۲، اشتون اګر، پیټر هیتزوګلو او جیسن بیرندروف ۱-۱ ویکټ واخیسته.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …