کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / سږ کال د ځیرک موبایلونو کاروونکو ۱۳۳ میلیارده ډالر لګښت کړی

سږ کال د ځیرک موبایلونو کاروونکو ۱۳۳ میلیارده ډالر لګښت کړی

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ځیرک موبایلونو کاروونکو سږکال په ایپل سټور او ګوګل پلی سټور کې د اپلیکیشنونو، ګیمونو او نورو توکو په پیرود ملیاردونه ډالر مصرف کړي دي.

د راپور له مخې، سږ کال تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د ځیرک موبایلونو کاروونکو له ګوګل او ایپل سټور څخه په پیرود ۱۳۳ ملیارد ډالر مصرف کړي دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۹.۷ سلنه ډېر دی.

راپور واسيي، تر دې دمه، د ځیرک موبایلونو کاروونکو پر ایپل ستورز ۸۵.۱۰ ملیارده ډالر مصرف کړي، چې د تیر کال په پرتله ۱۷.۷ سلنه ډیروالی ښیي. تیر کال په همدومره موده کې کاروونکو یوازې پر ایپل سټور ۷۲.۷ ملیارد ډالر مصرف کړي و.

د ایپل په پرتله پر ګوګل پلی سټورز کې د مصارفو یو څه زیاتوالی راغلی. سږ کال کاروونکو په ګوګل پلی سټور کې ۴۷.۹ ملیارده ډالر مصرف کړي، چې د تیر کال په پرتله ۲۳.۵ سلنه ډیر دی. په ۲۰۱۹ کال په همدومره موده کې په پلی سټور کې ۳۸.۸ ملیارده ډالر مصرف شوي و.

که څه هم د دواړو پلیټ فارمونو د مصرف کونکو لګښتونه نږدې یو شان دي، خو د ایپل اپ سټور ګټه د ګوګل مارکیټ پلیس په پرتله ۱.۸۰ ځله لوړه شوې ده.

دا هم ولولئ

نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

د نوکیا موبایلونو شرکت یو بل پخوانی موبایل نوې بڼې ته اړولی. له دې وړاندې …