کورپاڼه / خبرونه / آیا د ایشیز تاریخي لوبلړۍ په اړه معلومات لرئ

آیا د ایشیز تاریخي لوبلړۍ په اړه معلومات لرئ

د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو پخوانۍ او سر سختې سیالۍ د ایشیز لوبلړۍ ده، چې هر دوه کاله وروسته د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ ترسره کیږي، په دې لوبلړۍ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پنځه ټیسټ لوبې کېږي.

د ۲۰۲۱/۲۲ ایشیز لوبلړۍ تېره ورځ د بریسبین په ګابا کې پیل شوه، خو آیا د کرکټ مینه وال په دې پوهېږي د ایشیز د نوم تر شا څه کېسه ده؟ که معلومات نلرئ نو راځئ دا لیکنه ولولئ.

کرکټ په رسمي ډول په ۱۸۷۷ کال په میلبورن کې د استرالیا او انګلستان ترمنځ د ټیسټ لوبلړۍ سره پیل شو، خو په ۱۸۸۰ کې هغه مهال په انګلستان کې مشهور شو، کله چې انګلستان په اوول لوبغالي کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

د اوول له ماتې وروسته د انګلستان لوبډلې مینه والو فکر وکړ، چې د انګلستان لوبډله نه ماتېدونکې ده، خو کله چې اسټرالیا په ۱۸۸۲ کال کې د دویم ځل لپاره انګلستان ته سفر وکړ، نو د اګست په ۲۹مه بیا په اوول کې ټېسټ لوبه وشوه.

د انګلستان لوبډلې مینه وال په دې باور وو، چې دوی به دا لوبه وګټي، خو انګلستانۍ لوبډله، کله چې د ټیسټ لوبې په وروستۍ ورځ ۸۵ منډو ته اړتیا وه او اوه لوبغاړي یې پاتې وو، ټوله وسوځېدله او اسټرالیا په ۱۰ منډو وګټله، چې په دې د انګلستانۍ لوبډلې مینه وال سخت خپه شول.

په دې وخت کې د انګلستان ورځپاڼې سپورټینګ ټایمز ولیکل چې:((د انګلستان کرکټ مړ شو، جنازه به یې په انګلستان کې وي او اېرې به یې اسټرالیا ته ځي.

په راتلونکې کال انګلستان د اسټرالیا لوبډلې ته پخپله کور کې ماتې ورکړه، نو د انګستان لوبډلمشر ته ځینو میرمنو د بیلز اېرې ورکړې، دا یې په اور دان کې کېښودې او ټرافي یې ترې جوړه کړه او د همدې ټرافۍ یا جام لپاره د ایشیز لوبلړۍ ترسره کېږي.

د ایشیز لوبلړیو کې تر دې دمه ۷۱ لوبلړۍ ترسره شوي، چې په دې کې ۳۳ استرالیا او ۳۲ انګلستان ګټلي او پاتې ۶ مساوي شوي او د ایشیز لوبلړۍ بله په زړه پورې خبره داده که لوبلړۍ مساوي شي، نو ټرافي یا جام هغه لوبډلې ته ورکول کېږي، چې تېر ځل یې ګټلي وي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …