کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې وکړې او لوبډلې یې (جافنا کینګز) په ۱۴ منډو بریا خپله کړه.

د لنکا غوره لیګ سیالیو ۷مه لوبه د جافنا کینګز او کینډي واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې کینډي واریرز وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

دا لوبه د باران له امله ۱۴ اورونو ته راکمه شوې وه، چې جافنا کینګز لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې اویشکا فرناندو ۵۳ او تیسرا پریرا ۵۳ تر ټولو زیاتې منډې وکړې.

د کینډي واریرز لخوا شیراز احمد ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز امین الحسین، کامینډو مینډیس او نامیش ویمکتو ۱-۱ ویکټ واخیسته.

کینډي واریرز لوبډلې د ۱۸۱ منډو هدف په تعقیب شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۶ منډې یې وکړې او په ۱۴ منډو یې لوبه وبایلله.

د کینډي واریرز له لورې کینر لویس ۴۱، چاریت اسلانکا ۴۲ او رومن پاول ۶۱ منډې وکړې. د ډمبولا جینټس لخوا جیډن سیلس ۲، چترنګا ډي سلوا او سرنګا لکمل ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …