کورپاڼه / جالب / کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان د لوبډلې لوبغاړي جیک فریسر د بونډرۍ پر سر یو ډېر حیرانوونکی کیچ واخیست او د کرکټ مینه وال یې حیران کړل.

د معلوماتو له مخې، په بیګ باش لیګ کې د بونډرۍ پر سر د جیک فریسر په زړه پوري کیچ، چې شپږیزه یې په کیچ بدله کړه، مینه وال حیران کړل او د توپ وهونکي هیلې یې خاورې کړې.

دا کارنامه د میلبورن رینګیډز او اډلیډ سټرایکرز یعنې د محمد نبي او راشد خان د لوبډلو ترمنځ رامځته شوه. په دې لوبه کې رینګیډز لومړی توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې.

سټرایکرز لوبډلې ورته په ځواب کې د اتو لوبغاړو په ۱۵۱ منډې وکړې او په ۲ منډو یې وبایلله. په دې لوبه کې هیري نیلسن ۴۰ او شارټ ۲۹ زیاتې منډې وکړې. همدا راز ظاهر خان ۳ او سدرلېنډ ۲ ویکټې ترلاسه کړې، چې بیا ظاهر خان غوره لوبغاړی هم شو.

دا په زړه پوری کیچ د دویمې پاڼۍ په ۹م اور کې هغه وخت ونېول شو، کله چې ویدرلیډ هڅه کوله چې په ظاهر خان شپږیزه ووهي، چې تر یوه حده بریا هم و، خو هلته د بونډرۍ سره ولاړ ډګر ساتونکي جیک فریسر په بال پسې ټوپ کړ او دا حیرانوونکی کیچ یې واخیست.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …