کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: مستې د وینې فشار ناروغانو ته ګټورې وي

څېړنه: مستې د وینې فشار ناروغانو ته ګټورې وي

د وینې لوړ فشار یوه عامه ناروغي ګرځېدلې خو روغتیاپالان وایي چې د ځینو خوراکي توکو په مرسته هم دا ناروغي کنټرولېدلی شي، چې له هغې جملې مستې هم دی.

د یوې څېړنې له مخې موندل شوې، هغه کسان چې د وینې لوړ فشار ناروغي لري، هغوی دې مستې وخوري ځکه چې دا یې د وینې فشار کمولی شي.

د یوې اندازې له مخې په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد څخه زیات کسان د وینې لوړ فشار لري، چې د همدې ناروغۍ په سبب له بېلابېلو جدي ناروغیو لکه د زړه حمله او فلج خطر زیاتېږي.

څېړونکې وایي چې د څېړنې له پایلو یې داسې شواهد ترلاسه کړي، چې له مخې یې د مستو خوراک د وینې فشار پر روغتیا مثبتې اغېزې پرېوځي.

دوی زیاتوي چې د دې لامل دادی چې له شېدو لاسته راغلي توکي د بې شمېره غذایي موادو لکه کلسیم، میګنیزیم او پوتاشیم لرونکي وي او دا ټول د وینې فشار برابر ساتي او مستې ځکه ګټورې دي چې دا ګټورې بکتریاوې لري، چې د ځانګړو پروټینو د اخراج پروسه تېزوي او د وینې فشار کموي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …