کورپاڼه / خبرونه / د ابوظهبۍ ټي ټین لیګ په یوولس کسیزه غوره لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي هم شامل دي

د ابوظهبۍ ټي ټین لیګ په یوولس کسیزه غوره لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي هم شامل دي

سږ کال د ابوظهبۍ ټي ټين لیګ یا لس اوریزه سیالیو اتلولي د دکن ګلیډیټرز لوبډلې د ډیلي بولز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله کړه.

د دې سیالیو په پایلوبه کې دکن ګلیډیټرز لومړی توپ وهنه وکړه او ډیلي بولز ته یې د ۱۶۰ منډو هدف کېښود، چې بیا ډیلي بولز ورته په ځواب کې ۱۰۳ منډې وکړې او په ۵۶ منډو یې لوبه وبایلله.

د پایلوبې غوره لوبغاړی اندري رسل ونومول شو، نوموړي په پایلوبه کې ۹۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وي. همدا راز د ټورنمنټ غوره توپ اچونکی ډومینګ ډریکس و، چې ۱۹ ویکټې یې ترلاسه کړې وې.

د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونېندو هسرنګا و، هغه ۲۱ ویکټې ترلاسه کړې وې. د ټورنمنټ غوره توپ وهونکی رحمان الله ګربز وټاکل شو، هغه دریم غوره منډې جوړې کړې وې. حضرت الله ځاځي بیا د زیاتو منډو جوړونکو په نوملړ کې لومړی او پال سالټ دویم مقام خپل کړی.

د ټي ټین لیګ غوره لوبډله: رحمان الله ګربز، کوهلر کاډمور، حضرت الله ځاځی، لیام لیونګسټون، پال سالټ، اندري رسل، ونېندو هسرنګا، اودین سمېت، ډومینک ډریکس، ټایمل ملیز او مرچنټ ډي لانګا

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …