کورپاڼه / هنر او کلتور / ګوګل کترینه کیف او ویکي کوشل ته نکاح وتړله

ګوګل کترینه کیف او ویکي کوشل ته نکاح وتړله

د نړۍ تر ټولو مخکښ او مشهور پلټونکی ماشین ګوګل کترینه او ویکي کوشل ته له وړاندې وړاندې نکاح وتړله او ښځه او خاوند یې وګڼل.

د یادونې وړ ده چې د بالیووډ مخکښه اداکاره کترینه کیف او اداکار ویکي کوشل نن د پنجشنبې په ورځ راجستان کې واده کوي، خو ګوګل یوه ورځ وړاندې دواړه ښځه او خاوند کړل.

په دې اړه ګوګل په یو پوسټ کې د ویکي کوشل ټول ژوند لیک وړاندې کړې او په ۲۰۲۱ کال کې یې کترینه د هغه د میرمن په توګه معرفي کړې.

همدا راز د کترینه کیف په ژوند لیک کې یې ویکي کوشل د هغې مېړه معرفي کړی دی، خو ګوګل دومره نه پوهېږي بلکې دا کار د هغوی د یو مینه وال دی، چې د ویکي پیډیا معلومات یې اپډیټ کړی دي.

خو کله چې ګوګل هغه معلومات ولېدل نو د ګډ ژوند د ملګرې او انډیوالې په اړه معلومات یې بدل کړل او هماغسې یې کړل لکه پخوا چې ول.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …