کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ایشیز لوبلړۍ اوله لوبه؛ اسټرالیا په انګلستان ۱۹۶ منډې واړولې

د ایشیز لوبلړۍ اوله لوبه؛ اسټرالیا په انګلستان ۱۹۶ منډې واړولې

ایشیز لوبلړۍ د اولې ټیسټ لوبې دویمه ورځ هم پای ته ورسېده، اسټرالیا له ځان سره درې ویکټې لري او ۱۹۶ منډې یې پر انګلستان اړولي.

دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په ګابا کې روانه ده، د لوبې په پیل کې انګلستان لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

انګلستان لوبډله د ۵۷ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۴۷ منډې یې جوړې کړې، چې له ډلې یې حسیب حمید ۲۵، اولي پاپ ۳۵ او جوس بټلر ۳۹ زیاتې منډې وکړې. د استرالیا لپاره پیټ کمینس ۵، میچل سټارک او جوش هیزلیووډ ۲-۲ او کمرون ګرین ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اسټرالیا د انګلستان د ۱۴۷ منډو په ځواب کې د دویمې ورځې تر پایه ۸۴ اورونه ولوبول، ۷ ویکټې یې له لاسه ورکړې او ۳۴۳ منډې لري، چې په انګلستان لوبډلې ۱۹۶ منډې اړولي او سبابه بیا توپ وهنه کوي.

د اسټرالیا له لورې په سوځېدلو لوبغاړو کې ډیویډ وارنر ۹۴، مارنس لبشین ۷۴ زیاتې منډې کړي او ټریویس هیډ په ۱۱۲ او میچل سټارک په ۱۲ منډو ولاړ دي. د انګلستان لخوا اولي روبینسن ۳، جو روټ، جیک لیچ، کریس ووکس او مارک ووډ ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …