کورپاڼه / خپلواک / پاکستانى کرکټر شاهين اپريدى د ډينګي په مرض اخته شوى
شاهين شاه اپريدى

پاکستانى کرکټر شاهين اپريدى د ډينګي په مرض اخته شوى

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ اګست ٢٠١٩) لاهور: د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکى شاهين شاه اپريدي د ډينګي په ناروغۍ اخته شوى دى او له کمپ څخه بېرته لېږل شوى دى.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبغاړو تمريناتي کمپ د دغه هېواد په لاهور کې لګېدلى دى، چې ليګ سپنر شاداب خان د کارابين غوره ليګ له امله پکې ګډون نه دى کړى، چټک توپ اچوونکى شاهين شاه اپريدي بيا د ډينګي ناروغۍ له امله بېرته کور ته لېږل شوى دى، فخر زمان د پښې د ټپ له امله پکې نشته او اظهر علي بيا وايي، چې يو ورځنيو لوبو ته د بېرته راتګ هېڅ فکر يې نه دى کړى او نه هم ورته د ټېسټ لوبډلې د لوبډلمشرۍ لپاره چا څه ويلي دي.

د لاهور په قذافي لوبغالي کې سهار کې لوبغاړو تهې فيزيکي تمرينات ورکول کېږي او ماښام کې بيا د توپ اچونې او توپوهنې تمرينات ترسره کوي.

په دغه تمريناتي کمپ کې پښتون زلمي او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي شاهين شاه اپريدي، چې د ډينګي ناروغۍ باندې اخته شوى دى، تمرينات ونکړاى شول او ويل کېږي چې هغه بېرته کور ته لېږل شوى دى، تر څو خپله درملنه وکړي.

په دې اړه پاکستاني رسنيو نور معلومات نه دي ورکړي، چې شاهين شاه اپريدى څه ډول په ډينګي ناروغۍ اخته شوى دى، ځکه ډينګي ناروغي هغه ده چې د يو ډول ماشو څخه انسان ته لګېږي. نه هم دا ويل شوي دي چې شاهين اپريدي اوس مهال تر درملنې لاندې دى او که په کور کې دى.شاهين شاه او حضرت الله ځاځى

شاهين شاه اپريدى د پاکستان کرکټ لوبډلې هغه چټک توپ اچوونکى دى، چې د ٢٠١٩ نړيوال جام څخه مخکې په تمريناتي لوبه کې يې د افغانستان چټک توپوهونکي حضرت ځاځي ته د توپ اچونې پر مهال اشاره کړې وه، چې حضرت ځاځى يې غصه کړى و او په ورپسې پنځه توپونو باندې پرې حضرت ځاځي پنځه څلوريزې ووهلې.

د دواړو ترمنځ په مېدان کې يو بل ته د اشارو ويډيو سخته په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوې وه، چې شاهين اپريدى حضرت ځاځي ته څه اشاره کوي او حضرت ځاځى ورته بېرته د لاس په اشاره وايي، چې تښته بال کوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …