کورپاڼه / ريکارډونه / د متحده عربي اماراتو ځوان توپ اچونکي نه ماتېدونکی ریکارډ جوړ کړ

د متحده عربي اماراتو ځوان توپ اچونکي نه ماتېدونکی ریکارډ جوړ کړ

کرکټ د ریکارډ جوړولو او ریکارډ ماتولو لوبه ده، یعنې په کرکټ کې چې ریکارډ جوړېږي، په اصل کې د دې لپاره جوړېږي چې کوم لوبغاړی یې مات کړي.

لکه څنګه چې په توپ وهنه کې ګڼ شمېر ریکارډونه جوړ شوی او جوړېږي، همدغه ډول په توپ اچونه کې هم ریکارډونه جوړ شوي او جوړېږي.

اوس د متحده عربي اماراتو یو ځوان توپ اچونکي یو داسې ریکارډ جوړ کړی، چې ښایي یا هیڅکله مات نشي او یا یې په ماتولو کې کلونه ولګېږي.

د راپور پر اساس، د متحده عربي اماراتو شپاړس کلن توپ اچونکي هرشیټ سیټ په یو اور کې پرلپسې دوه هیټریکه وکړل او ریکارډ یې جوړ کړ.

راپور زیاتوي چې په عجمان اوول کې د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو په لیګ کې د دوبۍ سټالیټس او د یوې پاکستانۍ لوبډلې ترمنځ په لوبه کې هرشیټ ډبل هیټریک وکړ او په لوبه کې یې د ۴ منډو په بدل کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …