کورپاڼه / جالب / درې فوټه سړي له خپلې بړستنې سره پښې وغځولې او د خپل قد برابرې نجلۍ سره یې واده وکړ

درې فوټه سړي له خپلې بړستنې سره پښې وغځولې او د خپل قد برابرې نجلۍ سره یې واده وکړ

د پاکستان د بهاولنګر په نوم د یوې سیمې اوسیدونکي، چې درې فوټه ونه یا قد لري، له خپلې بړستنې سره سمې یې پښې وغځولي او له درې نیم فوټه نجلۍ سره یې واده کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا درې فوټه سړی جاوید نومېږي او له درې نیم فوټه نجلۍ سونیا سره یې واده وکړ. د دوی په واده کې د دواړو کورنیو ګډون کړی و.

له سونیا سره تر واده وروسته جاوید وویل، د سونیا په څېره کې د خپلو خوبونو تعبیر ترلاسه کړ او ډېر خوشحاله دی. راپور وایي چې جاوید رسمي دنده لري او له سونیا سره یې په مینه واده کړی.

له تېرو شپږ میاشتو راهیسې جاوید او سونیا په دې هڅه کې و، چې خپلې کورنۍ واده ته راضي کړي. سونیا هم له جاوید سره د ګډ ژوند په پیلولو خوشحاله ده.

هغه وایي، له جاوید سره واده زما د ژوند تر ټولو لویه خوشحالي ده، کله چې زه غوسه یم نو جاوید راته سندرې وایي.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …