کورپاڼه / روغتيا / د خوږو مشروباتو استعمال د سرطان لامل کېږي

د خوږو مشروباتو استعمال د سرطان لامل کېږي

فرانسوي ساینسپوهان وایي، خواږه مشروبات چې بازارپ مشروبات او د تازه مېوو جوس پکې شامل دي، د سرطاني ناروغیو خطر څو برابره زیاتوي.

څېړونکې وایي چې د دې ډول مشروباتو په سبب د وینې شکر زیاتېږي او د سرطان د ناروغۍ خطر زیاتوي. خو ځینې څېړونکي بیا وایي چې دا هیڅ ثبوت نلري بلکې په دې اړه باید څېړنې وشي.

دا څېړنه وایي چې له پنځه سلنه څخه زیات شوګر اخیستل هغه که د مېوو جوس وي، کولا مشروبات وي، انرژیانې وي، چای یا کافي یا بل هر ډول مشروب وي، د سرطان لامل کېږي.

په دې څېړنه کې هغه کسان هم شامل و، چې د بورې یا خوږې پرځای یې هغه توکي استعمالول، چې کالوري یې صفر وه او په حیرانوونکې توګه دا ډول کسانو له سرطان سره کوم تړاو نه درلوده.

څېړونکې وایي چې د څېړنې له پایلو په واضح ډول څرګندېږي، چې د خوږو مشروباتو او سرطان ترمنځ اړیکه وي، چې له پامه یې غورځول تېروتنه ده.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …