کورپاڼه / هنر او کلتور / ابیشیک بچن: ایشوریا په لومړۍ لېدنه کې زما په لهجه نه پوهېده

ابیشیک بچن: ایشوریا په لومړۍ لېدنه کې زما په لهجه نه پوهېده

د بالیووډ فلمونو اداکار ابیشیک بچن له خپلې میرمنې ایشوریا رای سره د لومړنۍ لېدنې په اړه په زړه پورې کیسه وکړه.

ابیشیک بچن په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې په ۱۹۹۷ کال د امیتاب بچن د فلم (مریتیوداتا) پر سیټ د پرودکشن هلک یې کار کړی و.

نوموړی وایي چې د فلم ځینې برخې په سویس کې عکس بندي کېدې، نو زه یې هلته د ادرس معلومولو لپاره ولېږلم، ځکه چې ما له هغه خپلې زده کړې کړي.

ابیشیک زیاتوي، چې هغه وخت ایشوریا د خپل لومړي فلم (اور پیار هوګیا) په ثبت بوخته وه، چې بابي دېول هم ورسره و، دا چې موقیعت یو و نو په همدې سبب مو سره لېدنه هم وشوه. هغه وخت زما لهجه بالکل انګلیش وه او په همدې سبب ایشوریا زما په خبرو نه پوهېده.

هغه دغه راز وایي چې ایشوریا رانه دوه، درې ځلې وپوښتل چې تاسو څه وایئ. د یادونې وړ ده چې ایشوریا او ابیشیک په ۲۰۰۷ کال واده وکړ او اوس یوه لور هم لري.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …