کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راشد لوبډلې د نبي او ظاهر خان لوبډله ماته کړه

د راشد لوبډلې د نبي او ظاهر خان لوبډله ماته کړه

د بیګ باش شپږمه لوبه کې د راشد خان او ظاهر خان دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې، نبي ۱۲ منډې وکړې او لوبه د راشد خان لوبډلې (اډلیډ سټرایکرز) وګټله.

د بیګ باش لیګ ۶مه لوبه د میلبورن رینګیډز او اډلیډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اډلیډ پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې، د دوی له لورې میتیو شارټ ۳۲ او جناتن ویلس ۳۷ زیاتې منډې وکړې.

د میلبورن رینګیډز له لوري کین ریچارډسن ۴، کمرون ریس ټوفل ۳، ظاهر خان ۲ او جیمس پټنسن ۱ ویکټ واخیسته.

میلبورن رینګیډز د ۱۵۰ منډو هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۰ منډې وکړې او په ۴۹ منډو یې ماتې وخوړه.

د میلبورن رینګیډز له لوري سام هارپر ۳۳ او میکنیزی هاروي ۱۹ زیاتې منډې وکړې. د اډلیډ سټرایکرز لپاره ویس اګیر ۳، راشد خان او دنیل وارال ۲-۲، پیټر سډل او جورج ګارټن ۱-۱ ویکټ واخیسته.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …