کورپاڼه / ريکارډونه / ویرات کوهلي د لوبډلمشر په توګه د زیاتو سلیزو وهونکو په نوملړ کې دویم مقام لري

ویرات کوهلي د لوبډلمشر په توګه د زیاتو سلیزو وهونکو په نوملړ کې دویم مقام لري

د هند کرکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی ویرات کوهلي تېره ورځ د یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ هم لېرې شو، ورسره څنګ یې د لوبډلمشر په توګه د هغه ریکارډونه هم راښکاره شول.

ویرات کوهلي د کرکټ په تاریخ کې د اسټرالیا له پخواني لوبډلمشر ریکي پوانټینګ وروسته دویم لوبډلمشر دی چې ډېرې سلیزې یې وهلي دي.

ریکي پوانټینګ د لوبډلمشر په توګه تر ټولو زیاتې ۲۲ سلیزې وهلي، چې لومړی مقام له ځان سره لري. ویرات کوهلي د یوې سلیزې (۲۱) په توپیر دویم مقام لري.

په دې نوملړ کې درېیم مقام له ای بي ډیویلیرز سره دی، نوموړي، چې څه موده وړاندې یې له هر ډول کرکټ څخه استعفاء وکړه، ۱۳ سلیزې لري.

همدا راز سارو ګنګولي د ۱۱ سلیزو په وهلو سره څلورم او سینت جیسوریا بیا د ۱۰ سلیزو په وهلو سره په دې نوملړ کې پنځم مقام له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …