کورپاڼه / هنر او کلتور / کترینه کیف او ویکي کوشل په رسمي ډول ښځه او خاوند شول

کترینه کیف او ویکي کوشل په رسمي ډول ښځه او خاوند شول

د بالیووډ مخکښې اداکارې کترینه کیف او اداکار ویکي کوشل په رسمي ډول واده وکړ. هندپ رسنۍ وایي چې د دواړو واده د هندو مذهب مطابق ترسره شول.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د کترینه کیف او ویکي کوشل د واده مراسم د راجستان په مدهوپور کې ترسره شول.

د واده په ټولو مراسمو کې د کترینه کیف او ویکي کوشل کورنۍ، میلمنو او نږدې ملګرو ګډون کړی و، خو د ولیمې مراسم به یې په ممبۍ کې ترسره شي.

هندي رسنۍ دغه راز وایي چې کترینه کیف د خپل واده په دې ښکلو مراسمو کې ګلابي او بادامي شراره یا د واده جامې اغوستې وې او ویکي کوشل پنجابي شیرواني اغوستې وه.

راپور زیاتوي، چې د دواړو فلمي ستورو د لېدو لپاره د هغوی مینه وال بهر ولاړ ول، خو پولیسو ورته وویل چې هغه ځای دې د امنیتي ستونزو په سبب پرېږدي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …