کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د انګلستان د لومړي وزیر بورس جانسن لور زېږېدلې

د انګلستان د لومړي وزیر بورس جانسن لور زېږېدلې

د انګلستان د لومړي وزیر بورس جانسن او د هغې د کم عمره میرمنې کیري جانسن دویم ماشوم هم وزېږېده.

د معلوماتو له مخې، د دواړو لومړی ماشوم د ۲۰۲۰ کال په اپریل کې زېږېدلی و، چې له هغې وروسته یې د ۲۰۲۱ کال په میې میاشت کې غلنی واده وکړ.

له واده څو میاشتې وروسته د روان کال په اګست میاشت کې دواړو اعلان وکړ، چې دوی د دویم ماشوم لپاره هم سترګې په لاره دي او اوس یې لور وزېږېده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بورس جانسن او د هغې کم عمره میرمنې کیري جانسن، چې له نوموړي ۳۴ کاله کشره ده، د دسمبر په ۹مه تایید کړه چې لور یې زېږېدلې ده.

د دواړو ماشوم په (نیشنل هیلت سرویس) روغتون کې زېږېدلی او اوس مور او لور صحت مندې دي. کیري جانسن د لور له زېږون وروسته د یاد روغتون له کارمندانو مننه وکړه.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …