کورپاڼه / ريکارډونه / شکیب الحسن د انګلستاني لوبغاړي ریکارډ مات کړ
شکیب الحسن

شکیب الحسن د انګلستاني لوبغاړي ریکارډ مات کړ

د بنګله دېش لوبډلې مخکښ لوبغاړي او د نړۍ مشهور الراونډر شکيب الحسن په ټیسټ لوبه کې د چټکو ۴۰۰۰ منډو جوړولو د ۲۰۰ ویکټو اخیستلو ریکارډ پخپل نوم کړ.

شکیب الحسن د پاکستان سره په روانه لوبلړۍ کې په دې وتوانېده، چې پخپله ۵۹ ټیسټ لوبه کې ۴۰۰۰ منډې جوړې کړې او ۲۰۰ ویکټې هم واخلي او په دې سره لومړی لوبغاړی شو چې ژر یاد هدف ته ځان رسوي.

له نوموړي وړاندې دا ریکارډ د انګلستان لان بوتم لوبډلې پخواني الراونډر لوبغاړی سره و، هغه په ۶۹ لوبو کې ۴۰۰۰ چټکې منډې جوړې کړې وې او ۲۰۰ ویکټې یې هم اخیستې وې.

د یادونې وړ ده چې شکیب الحسن په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د زیاتو ویکټو ریکارډ هم له ځان سره لري، نوموړي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۱۷ ویکټې اخیستي.

شکیب الحسن، چې د نړیوال شل اوریز جام پرمهال جام پرمهال ټپي او له نړیوال جام بهر شو، د پاکستان پر وړاندې شل اوریزه لوبلړۍ کې ونه لوبېده، خو دویمې ټیسټ لوبې ته چمتو شو، چې پکې یاد هدف ته هم ورسېده.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …