کورپاڼه / روغتيا / که د خوب ستونزې لرئ نو دا نسخې وکاروئ

که د خوب ستونزې لرئ نو دا نسخې وکاروئ

د خوب ستونزې یوه داسې ناروغي ده، چې د انسان بدن ورو-ورو کمزوری کوي او بیا مو په چاغوالي، د وینې فشار، د بدن درد، د ملا تېر تکلیف او له وخته وړاندې د زړښت ستونزې پیدا کوي. د خوب ستونزو په قیمتي درملو هم نه حل کېږي، خو دا نسخې ستونزې درته حلوي.

د نعناع یا ویلني استعمال: ځینې کسان کله ناکله د خوب له ستونزو سره مخ کېږي، چې ډېر وخت د وېرې احساس کوي او په همدې موخه درمل کاروي. دا ډول کسان دې د نعناع چای وڅښي یا دې نعناع په لاسونو کې وسلوي او بوی دې یې کړي، خوب به ژر ورشي.

خشخاش یا د کوکنارو د دانې استعمال: خشخاش د پېړیو راهیسې د درملو په توګه کارول کېږي. همدا راز د ترکارۍ په بڼه هم استعمالېږي، چې نشه راوړونکی بوټی دی او د خوب په راوستلو کې مرسته کوي.

د پیازو استعمال: اوس هم په کلیوالي سیمو کې د غرمې پرمهال پیاز خوړل کېږي او ماشومانو ته د ماسپښین د خوب لپاره پیاز ورکول کېږي. پیاز داسې غذایي مواد لري چې بدن ته آرام ورکوي.

د بادیانو استعمال: بادیان هم د خوب راوستلو غوره اغېزې لري، که چېرته یوه کاچوغه بادیان په اوبو کې وایشول شي او بیا وڅښل شي، نو ستونزې حل کوي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …