کورپاڼه / جالب / سعودي عربستان کې د اوښان د ښکلا له سیالۍ ۴۰ اوښان ویستل شول

سعودي عربستان کې د اوښان د ښکلا له سیالۍ ۴۰ اوښان ویستل شول

په سعودي عربستان کې هر کال د اوښان د ښکلا کلنۍ سیالۍ په لاره اچول کېږي، چې سږ کال ترسره کېږي، له دې سیالیو ۴۰ اوښان ځکه ویستل شوی، چې د ښکلي ښکارېدو لپاره یې عملیات ترسره شوي و.

د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې فیسټیول کې رابلل شویو میلمنو وویل چې د اوښان مالکان د دې لپاره چې د خپلو اوښانو د څېرې کونځي لېرې کړي، ورته ستنې یا نجیکشنې لګولې وې او عملیات یې هم ورته کړي ول.

د یادو سیالیو ترتیبونکو ویلي چې د اوښانو د ښکلي ښکارېدو لپاره له نورو توکو هم ګټه اخیستل شوې وه، چې په همدې سبب ۴۰ اوښان له سیالۍ بهر شول.

باید یاده کړم چې د سعودي حکومت په دې سیالیو کې د اوښانو د ښه او ښکلي ښکارېدو لپاره د مصنوعي شیان په استعمال بندیز لګولی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې د اوښ غاړه، بوکاڼ، سر او ونه یا قد او نور کتل کېږي او سږ کال به ګټونکي اوښ ته ۶۶ میلونه ډالر جایزه ورکړل شي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …