کورپاڼه / کرکټ / د بین سټوکس ۱۴ نو بالونو د ایشیز لوبڅاري تر پوښتنې لاندې راوسته

د بین سټوکس ۱۴ نو بالونو د ایشیز لوبڅاري تر پوښتنې لاندې راوسته

د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ په روانه ایشیز لوبلړۍ کې د انګلستاني توپ اچونکي بین سټوکس له لورې د شویو نو بالونو په سبب د لوبڅارې معیار تر پوښتنې لاندې راغلی.

د معلوماتو له مخې، د انګلستان الراونډر بین سټوکس یو ځل بیا د رسنیو د سر ټکی وګرځېده. کله چې نوموړی په روانه ټیسټ لوبه کې لومړي اور ته راغی نو پرلپسې څلور نو بالونه یې وکړل، خو د حیرانۍ خبره داده چې دا نو بالونه، پرته له هغه نو بال څخه چې ډیویډ وارنر پرې وسوځېده، د لوبڅارانو تر نظر رانغلل.

یوازې دا نه بلکې وروسته په اتو اورونو کې بین سټوکس ۱۰ نو بالونه وکړل، چې له جملې یې یوازې دوه نو باله لوبڅار وکړل، چې په دې سره رسنیو د لوبڅارۍ معیار تر پوښتنې لاندې راوست.

د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي په دې اړه د حیرانۍ احساس وکړ او په ټویتر یې ولیکل چې په پنځه اورونو کې ۱۴ نوبالونه څنګه د لوبڅار تر نظر رانغلل؟ او ترڅنګ یې یو ایموجي او پورته کړی او ورسره یې لیکلي چې سمه ده صیبه.

په عام ډول د ټیکنالوژۍ په مرسته دریم لوبڅار، د ډګر ساتنې لوبڅار د نو بال په صورت کې خبروي، خو په دې سیالۍ کې یاده ټیکنالوژۍ د باور وړ نه وه.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …