خپلواک وېبپاڼه (۱۵ دسمبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عابد علي چې نن د سريلانکا پر وړاندې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي، سليزه ووهله او په دې سره يې نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
عابد علي د کرکټ د تاريخ لومړنی توپوهونکی شو، چې په خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې يې هم سليزه وهلې وه او په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې هم سليزه ووهله. تر هغه مخکې هېڅ داسې توپوهونکی نه دی تېر شوی چې په دواړو فارمېټونو کې په خپلو لومړيو لوبو کې دې سليزې ووهې. سټيو سميت بيا هغه لوبډلمشر دی، چې د لوبډلمشر په حېث يې په خپلو دواړو لومړنيو لوبو کې سليزې وهلې وې.
د سريلانکا او پاکستان ترمنځ ټېسټ سیالي چې د باران له امله يې څو ورځې لوبه هم ترسره نه شوه، نن يې وروستۍ ورځ ده او سريلانکا لومړۍ پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸ منډې وکړې او لوبه يې ختمه کړه، پاکستان بيا تراوسه د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۹ منډې کړي، چې عابد علي په ۱۰۳ منډو ناسوځېدلی ولاړ دی.
تر دې مخکې عابد علي لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د پاکستان لپاره د اسټراليا پر وړاندې ترسره کړې وه، دغه لوبه چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۲۹مه په دوبۍ کې ترسره شوې وه، عابد علي پکې ۱۱۲ منډې کړې وې او خپله لومړۍ لوبه کې يې سليزه جوړه کړې وه، خو دغه لوبه کې اسټراليا په ۶ منډو بريا خپله کړې وه.
د پاکستاني کرکټر عابد علي له لوري جوړ شوی دا ريکارډ ښايي تر کلونو مات نه شي، ځکه دا ډېره ګرانه ده چې يو لوبغاړی په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه او همدا راز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې سليزې ووهي، چې دا وياړ يوازې عابد علي ترلاسه کړ.