کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: په ژمي د روژې نېول، سوړ غنیمت دی

حدیث شریف: په ژمي د روژې نېول، سوړ غنیمت دی

حضرت عمر بن خطاب رضي الله تعالی عنه فرمایلي دي: د ژمي موسم د عبادت کوونکو لپاره عنیمت دی. حضرت ابوسعید خدري رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ژمی د مسلمان لپاره پسرلی دی.

حضرت معاذ بن جبل رضي الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي: په ژمي کې د انسان زړه نرمېږي، دا ځکه چې الله تعالی ادم علیه السلام له خاورې پیدا کړی او خاوره په ژمي کې نرمېږي.

یو اوږد حدیث دی چې په هغې له رسول الله د بېلابېلو چارو په اړه پوښتل شوی، له هغې پوښتنو یوه دا ده، چې په ژمي اوبه ولې ګرمې او په اوړي کې ولې سړې وي؟

رسول الله وفرمایل: په ژمي کې د شپې د اوږدېدو په سبب د لمر درېدل اوږدېږي او همدا لامل دی چې اوبه ګرمې وي او کله چې اوړي نو د لمر درېدل کم وي او په همدې سبب اوبه سړې وي.

حضرت عامر بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمایلی: په ژمي د روژې نېول، سوړ غنیمت دی.

دا هم ولولئ

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت ته د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او …