کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي ولې له لوبډلمشرۍ لېرې شو؟ ګنګولي یې لامل وښوده

ویرات کوهلي ولې له لوبډلمشرۍ لېرې شو؟ ګنګولي یې لامل وښوده

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له شل اوریزو لوبو وروسته د یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ څخه د ویرات کوهلي د لېرې کولو لامل څرګند کړ.

یاده دې وي چې هند کرکټ بورډ یوه ورځ وړاندې ویرات کوهلي د یوه ورځنیو لوبو له لوبډلمشرۍ لېرې کړ او پرځای یې روهیت شرما ته دا مسولیت وسپاره.

له دې وړاندې ویرات کوهلي له نړیوال جام وروسته د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ استعفاء ورکړې وه او پرځای یې روهیت شرما ټاکل شوی و.

د کرکنفو د راپور له مخې، سارو ګنګولي ویلي دي چې موږ له ویرات کوهلي غوښتنه وکړه چې ته د شل اوریزو لوبو له لوبډلمشرۍ استعفاء مه ورکوه، خو هغه نه غوښتل چې نور د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري ورکړي.

ګنګولي زیاتوي، د ویرات کوهلي له دې پرېکړې وروسته د غوراوي کمیټې مشر په دې نظر و، چې موږ د سپین بال دوو فارمیټونو (شل اوریزه او یوه ورځنۍ) لوبو ته دوه بېلابېل لوبډلمشر نشو ټاکلی.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …