کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینه کیف او ویکي کوشل په واده د انوشکا شرما په زړه پورې تبصره

د کترینه کیف او ویکي کوشل په واده د انوشکا شرما په زړه پورې تبصره

د بالیووډ مخکښې اداکارې انوشکا شرما د کترینه کیف او ویکي کوشل پر واده په زړه پورې تبصره کړې او پر ټولنیزه رسنۍ یې پوسټ کړې ده.

انوشکا شرما پر خپل انستاګرام اکونټ یوه سټوري خپره کړې او په هغې کې یې کترینه کیف او ویکي کوشل ته مبارکي ورکړې او هغوی ته د تل یوځای اوسیدنې دعا هم کړې ده.

نوموړې لیکلي دي، زه د دې لپاره هم خوشحاله یم چې اوس به تاسې دواړه ډېر ژر خپل نوي کور ته راځئ او موږ به په ډېر آرام سره ژوند وکړو.

د یادونې وړ ده چې کترینه کیف او ویکي کوشل د هندي کرکټر ویرات کوهلي او انوشکا شرما په څنګ کې اپارتمان کرایه کړی او له واده وروسته به هلته یوځای واوسېږي.

خو اوسمهال په هغه کور کې ځینې کارونه نیمګړي دي او کار پکې روان دی، ځکه خو یې انوشکا تنګه کړې ده، خو هغه اوس خوشحاله ده ځکه چې کار نور په بشپړېدو دی او یاده نوې جوړه به ژر خپل کور ته راشي.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …